اداري فساد او د کرزي ستونزې
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

                   

کابل کې د اسیا زړه په نوم نړیوال کنفرانس چې د روان کال د جون په ۱۴ مه جوړ او هغې کې د نژدې ۴۰ هېوادونو او نادولتي ټولنو استازو ګډون کړی وو، په یوې پریکړې سره چې اوه فقرې لري ، پای ته ورسید .

د ترهګرۍ او نیشه يي توکو په وړاندې مبارزه ، افغانستان کې ښه حکومتولي او افغانستان سره د انتقال په پیر یانې له ۲۰۱۴ ــ ۲۰۲۴ پورې مرستې او همکاري د کنفرانس د ګډونوالو د خبرو غټ ټکي وو . که څه هم د کرزي په مشرۍ افغانستان په دې کنفرانس کې خپلې غوښتنې او لیدلوري تر یوه بریده ، وړاندې کړی شول او د کنفرانس د ګډونوالو ژمنې يي هم ترلاسه کړې ، خو د داسې ژمنو راجلب او پلیتوب به یوخوا د وخت عنصر وارزوي او بلخوا د کرزي په مشرۍ د مدیریت په څرنګوالي او وړتوب پورې اړه لري.

د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ د مهمو دولتونو پوځي او جګړه یزه سیالی، خپل شوخ رنګ بایلي او پیکه کیږي خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان خپل جیو ــ ستراتیژیک ارزښت له لاسه ورکوي بلکې له هغې سره جوخت اقتصادي او سوداګریزه سیالي چې راټوکېدلې ، ورو ورو پیاوړې اوغښتلي کیږي او په دې توګه سیمه یز او نړیوال چاپیریال د افغانستان په ګټه بدلیږي او د افغانستان جیو ــ ایکونومیک اهمیت زیات د پام وړ ګرځي. د اسیا زړه کنفرانس هم په ټولیزه توګه د داسې راتلونکې په اړه خبرې کوي چې سیمې ته نوی ګڼل کیږي او په دې هیوادو کې د زیاتو کسانو د پوهاوي لپاره ، ستونزې له ځان سره لري . دا چې په هر کنفرانس او نړیواله غونډه کې افغانستان ته د ملاتړ او مرستې لاس غځيږي ، که په عمل کې سل په سلو کې نه وي او یوازې څو سلنه يي پلي شي ، بیا هم چاپیریال د افغانستان په ګټه څرخي او لا نوي فرصتونه افغان هیواد ته لار پرانیزي . په روستیو کې نړیوالو سره  د تړونونو ګټه هم افغانستان ته لږه نه ده او له دې لورې هم د افغانانو زړه په تیږه نه لګیږي بلکې ویلای شو په ډاډه زړه سیمه یز او نړیوال بهیر ته ورګډیږي او د پیړیو پیړیو له ګوښه توب او مرګوني خوبه راویښیږي .

خو که سیمه او نړۍ ټوله، افغانستان ته جنت جنت شي او له هرخوا د مرستې او ملاتړ لاسونه رااوږده شي ترڅو افغانان خپله ځان له موجود دوزخه ونه باسي، د سیمي او نړۍ له کاروان سره ملګري نشي، بار منزل ته نه رسیږي .

بلخوا په شیکاګوکنفرانس او د کابل په تازه کنفرانس کې هم ، نړیوال خپلې ټولې مرستې او ملاتړ د افغان دولت په وړتوب او قاطعیت پورې تړي . داسې خبره به د توکیو په غونډه کې لا په پیاوړتیا او جدیت راپورته شي .

که څه هم نړیوالې ټولنې، افغان دولت او افغانانو څخه د ښه حکومتولۍ ، قانوني دولت ، په کارونو کې د روڼتیا او پاکۍ او د فساد جرړو د ایستلو په اړه لس کاله پرله پسې غوښتنې کړي او افغان دولت هم ژمنې ورکړي خو دا ځل به خپلې ټولې مرستې او ملاتړ د خپلو غوښتنو په پلیتابه پورې ټینګ وتړي .

افغان دولت ته په نړیوال او کورنې دواړو ډګرونو کې د ښې حکومتولۍ او په اداره کې د فساد د ټولو بڼو له ورکاوي پرته بله لار، پلمه او لکه د پنجابي دولت پشان چې د ترهګرو په اړه نړیوالې ټولنې سره دوه مخي تګلار مخې ته بیايي ، د دوه مخي توب فرصت نه پاتيږي .

که د افغان دولت زړه چوي، که پاتیږي باید خپل کاري مدیریت نوی او له وخت سره ورغوي . په جهادي ــ مافیايي مزل او مدیریت او یا طالبي اداره چې اوس هم ځیني کسان ورته په تمه ناست دي او په ملاتړ يی ځانونه رسوا او بدناموي، افغانستان له روانو ستونزو خلاصون نه شي موندلای. دا چې قسیم فهیم د ولسمشر لومړی مرستیال وايي « د مخکنیو مجاهدینو ګوښه والی ٪۵۰ ناامني زیږوي ، BBC » بیرته د ماضي په لور شا تګ دی چې راتلونکې سره تړاو نه لري او په دې ډول دریځونو د ادارې سمون وړۍ نه شړۍ کیږي .

د جهاد او مقاوت وختونه باید بلاخره تېر وګڼل شي . شل کلونه په دغه ببولالو د جهاد ټیکدارانو چړچې وکړي اوهغوی چې طالبانو ته سترګې نیولي، چې ګوندې دا ځل روغ او سم شوی او افغانستان ته به له ښکلي مدیریت او ادارې ! سره راشي، په خوب کې کونجاړه ویني .

ترهګرو سره جګړه ، د طالبانو یو شمېر سره روغه جوړه ، د نیشه يي توکو په وړاندې مبارزه او د نړیوالو د مرستو او ملاتړ دا ټولې خبرې چې په هرځای او د اسیا زړه کنفرانس کې هم پرې تود غومبر روان وو ، پایلې او میوه يي بلاخره افغان دولت کې د اداري فساد په وړاندې په چلند پورې تړلي دي .

که افغان اداره روغه او نوی نشي ، کاري او عصري مدیریت رامنځته نه شی ، ترهګرو ته چې اوس پاکستان جنت دی، افغانستان هم دایمی ټاټوبی او جنت ګرځيدای شي او څوک يي له پاکستان او ایران څخه د رااوړیدو مخه نه شي ډب کولای. که پیاوړې کورنی مدیریت نه وي ، کرزی به پاکستان او عربستان ته ( لکه د اسیا زړه کنفرانس کې ) زارۍ او ننواتې کوي چې طالبان راپخلاکړي .

نیشه يي توکې به هم چې اوس يي سلنه، سلو ته نږدې شوې بیخي سل په سلو کې شي او که همداسې مدیریت وي ټول افغانستان به د کوکنارو په ګلیاڼه بدل شی . بلخوا هغې ادارې ته به چې ډيری يي غله او ډاکوان دي ، هیڅ هیواد او یا نړیواله خیریه ټولنه مرسته او خیرات ور نه کړي .

ولسمشرکرزی ته پکار دي چې ویښ شي، اوس خبره ټوله د اداري او مدیریت پر محور راڅرخي.

د اداري فساد په وړاندې د نورو ګامونو له پورته کولو مخکې ټینګه اراده پکار ده. دا چې ارواښاد داوودخان یو مهال ویلي و « تصمیم د بري لومړی شرط دی » د اداري فساد په اړه هم سل په سلو کې ریښتینولي لري .

د اوبو او بریښنا وزیر ډګرجنرال « تورن ! » اسماعیل خان چې وزارت کې د فساد پر تخت ناست دی، د اداري فساد پرضد د مبارزې د ادارې مشر ښاغلي عزیزالله لودین لخوا یو ځل دا تخت وجړکیده چې اسماعیل خان ترې راورغورځوي، خو کرزي بېرته پر دې تخت ناست وساته .

همداراز ورته پېښه په ۲۰۰۹ کال هم پېښه شوې وه .

« ویکي لیکس ویب پاڼې لخوا په یوه افشا شوي سند کې ویل شوي چې د امریکا د فشار او مخالفت سره سره افغان ولسمشر د اوبو او بریښنا وزیر چې په مالي فساد تورن دی، له دندې لرې نه کړ.

اسوشیټیډ پریس اژانس چې د ویکي لیکس دا سند يې خپور کړی وايي، چې امریکا له حامد کرزي غوښتي وو چې اسمعیل خان د بې کفایتۍ او د اوبو او بریښنا په وزارت کې د مالي فساد له امله لرې کړي خو کرزي دا غوښتنه ونه منله.

د دغه افشا شوي سند له مخې د
۲۰۰۹ کال په دیسمبر میاشت کې په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري له ولسمشر کرزي غوښتي وو، چې اسمعیل خان د  وزارت له مشرۍ لرې کړي. خو کرزي په نوې کابینه کې بیا دغه وزارت، چې د متحده ایالاتو د سل ګونو میلیونو ډالرو پروژې تطبیقوي یو ځل بیا دغه پخواني جګړه مار ته وسپاره. ازادۍ راډی »

همدغسې که د یوه بل جګړه مار ډګرجنرال ( ملیشه ) دوستم قضیه راواخلو :

داکبر باى زوى ( چې خپله اکبربای پخوا د ملي جنبش غړی و) وايي چې د دوى پر کور د جنرال دوستم او د هغه د شاوخوا سلو تنو وسلوالو د بريد موخه دده او دده د پلارو وژل و، خو د امنيتي کسانو د ژر رسېدو له امله يې دا کار ونه شواى کړاى.

دافغانستان د ترک تبارانو داسلامى شورا مشر اکبرباى ، تېره شپه شاو خوا ١٢ بجې د جنرال دوستم لخو اختطاف شوى و.

جنرال دوستم د ملي جنبش پخوانى مشر او دامهال د افغانستان دوسلوال پوځ داعلى سرقوماندانۍ درستيزوال دى.

د جنرال دوستم کور د امنيتي کسانو لخوا له پېښې وروسته سم له لاسه کلابند شو او اکبر باى يې ، چې په وهلو ټپي شوى هم دى، د هغوى له منګولو خلاص کړ او دا مهال دکابل په څلور سوه بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

امنيتى ځواکونو د جنرال دوستم له کسانو څخه څو تنه نيولي هم دي. د ۲۰۰۸ کال د فبروري ۴ مه ، خپواک خبري اژانس »

په دې تړاو هغه مهال ویل شوي و «  دکورنيو چارو وزارت وياند نن وويل چې د جنرال دوستم او دهغه د ملګرو دوسيه به ، چې داکبر باى پرکور په بريد او دهغه د کورنۍ دغړيو په وهلو ټکولو تورن دي ، دعدلي تعقيب لپاره څارنوالۍ ته ولیږي. همغه سرچینه . »

خو د کرزی په معامله دوستم نه یوازې داچې مجازات نه شو بلکې بېرته پخپلې پخوانې دندې وګمارل شو . « ولسمشر کرزي د افغان دولت هغه حکم چې عبدالرشيد دوستم یې د (درستيزوال) له دندې تېر کال ګوښه کړی و لغوه کړی او دوستم یې بېرته په دنده ګمارلی دی. همغه سرچینه »

دا ځل هم له کابل خپرېدونکې ورځپاڼې ويسا د لويې څارنوالي د مرستيال رحمت الله نظري له قوله راپور ورکړى « چې لويې څارنوالۍ د ملي امنيت شورا له لوري د هېواد په شمال کې د کانونو په چارو کې د دوستم د لاسوهنې په اړه يو ليک تر لاسه کړى دى. نظري ويلي چې که پرده لګيدلي تورونه ثابت شي ملي خيانت بلل کېږي او د ملي خيانت جزا بيا اعدام او ابدي بند دى. » خو دوستم له پېښې څخه په خبریدو، لومړی ازبکستان او بیا ترکیې ته تښتیدلی دی .

د دوستم د پېښې او تېښتې په تړاو د ډاکوانو جبهه ( ملي جبهه ) بیا وايي :

« هموطنان عزیز! اخیرا حکومت و رهبری دولت از طریق به اصطلاح "شورای امنیت ملی" افغانستان دست به اقدامات غیر اصولی و نا بجایی زده است که دامنه بحران سیاسی در کشور را بیشتر خواهد نمود، خاوران .

ژباړه : ګرانو هیوادوالو !  روستیو کې حکومت او د دولت مشرتابه  په اصطلاح د افغانستان « ملي امنیت شورا » په مټ په بېځایه او نا اصولي هڅو لاس پورې کړی چې هیواد کې به د سیاسي کړکېچ لمن پراخه کړي »

دې کې شک نشته چې غله او ډاکوان په غلا ، ګډوډۍ ، اړودوړ او ناارامۍ کې خپل ژوند او ګټې ویني او دولت له یادو ستونزو سربېره د داسې غلو او ډاکوانو له ننګونو سره هم مخ دي خو دې ټولو ډګرونو کې د بري لپاره ، مرکزي پياوړي دولت ته اړتیا ده .

که کرزی په سد را نه شي ، وخت له لاسه ورکوي او په تاریخ کې به د فاسدو ولسمشرانو په ډله کې وشمېرل شي !

د ۲۰۱۲ کال د جون ۱۷ مه

 


June 17th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات